دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د طالبانو د نویو پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان یوازې د دغې ډلې پروپاګند بللی او ویلي دي چې د تېر په څېر به سږ کال دغې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د پوځي عملیاتو له لاري خپلو اهدافو ته ورسیږي. افغان حکومت او طالبان پر داسې مهال په روان کال کې د یو او بل پر ضد د پسرلنیو عملیاتو اعلانولو خبر ورکوي چې له تېرو شپږو میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د سولې د ټینګښټ او جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. دفاع وزارت ویلي، چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه لوړ جنګي ظرفیت لري او د جنګ په ډګر کې مخکې دي. دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې وسله وال طالبان به د جنګ پرمهال د ملکي کسانو له تلفاتو ډډه وکړي.