د روسیې ولسمشر وایي له خپلو فضايي بنسټونو او تاسیساتو هر اړخیز ملاتړ کوي. د روسیې ولسمشر ددغه هېواد د فضايي فعالیتونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، روسیه پر ځمکه تر ټولو قدرتمن هېواد دی نو اوس ددې اړتیا ده، چې په فضا کې هم تر ټولو مخکښ او قدرتمن وي. دده په خبره په پوره توان او قوت به د خپلو فضايي تاسیساتو او فعالیتونو ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې برخه کې پراخ فعالیتونه ترسره شي. دده په وینا روسي فضانوردانو د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې دي او په نړۍ کې سیالان نه لري. د پوتین په خبره روسیه په نظامي، ساینسي او فضايي برخه کې سیال نه لري او حکومت به له دې ټولو فعالیتونو پراخ ملاتړ وکړي.





































