هند او ازبکستان د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه خبرې کړې دي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف نوي ډيلي ته تللی دی او هلته یې له له نریندرا مودي سره د بېلو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د ثبات په اړه هم خبرې کړې دي. شوکت میرزایف ویلي د افغانستان ثبات او اقتصادي وده د ټولې سیمې د پرمختګ او ودې سبب ګرځي له همدې امله له هند غواړي چې په ځينو سترو پروژو کې چې ازبکستان غواړي هغه په افغانستان کې عملي کړي ورسره شریک شي. نریندا مودي هم ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی له همدې امله هند تل هڅه کړې چې د بنسټیزو او سترو پروژو د عملي کولو پر مټ ددغه هېواد په ثبات او اقتصادي وده کې ونډه واخلي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان په ثبات کې به خپلې همکارۍ جاري ساتي. هند او ازبکستان په دې لیدنه کې په سیمه کې د ترهګرو د فعالیتونو او ددغه ډلو د له منځه وړلو لپاره خپل نظریات هم له یو بل سره شریک کړي دي.




































