د سوډان د دفاع وزیر جنرال عوض ابن عوف د پوځي شورا له مشرتابه استعفا کړې ده. هغه ویلي، دی د پوځي انتقالي شورا د مشر په توګه اعلان کوي چې دا دنده پرېږدي. هغه زیاته کړې دی له غور وروسته دا هم وایي چې دده ځای (د پوځي انتقالي شورا رهبري) دې عبدالفتاح برهان ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د سوډان ولسمشر عمر البشیر له ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته له دندې لرې کړای شو او پر ځای یې جنرال عوض د پوځي انتقالي شورا رهبریت پر غاړه واخیست. عمر البشیر په پلازمېنه خرطوم کې د قهرجنو لاریون کوونکو له پرلپسې اعتراضونو وروسته له واکه لرې شو.





































