د کوټې هزاره اوسېدونکي وایي چې پاکستانی حکومت دې په دې هېواد کې د هزاره ګانو د ټول وژنې مخنیوی وکړي. نن دویمه ورځ ده چې د کوټې په هزاره ګنج نومې سیمه کې په سلګونو کسان په اعتراض راوتلي دي او د پاکستاني حکومت ضد شعارونه ورکوي. هغوی وایي چې په پاکستان کې په تېرو څو کلونو کې د دوی شاوخوا ۳۰زره کسان وژل شوي دي او حکومت یې پر وړاندې چوپه خوله پاتې دی. هغوی وایي که پاکستان ددې کار مخنیوی ونه کړي نو دوی به خپله لاس په کار شي. په کوټه کې دا اعتراضونه وروسته تر هغه پیل کېږي چې د تېرې جمعې په ورځ په یو ځانمرګي برید کې شاوخوا ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول. تر اوسه د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.





































