نړيوالو شخصيتونو د بېجينګ د شيانګ شان د ديارلسم فورم په څنډه کې د نړيوال امنيتي مديريت لپاره د چين خدمتونه ستايلي او ويلي يې دي چې چين تل د نړيوال امنیتي چاپېريال د ښه والي، د نړيوالې امنیتي همکارۍ د پياوړتيا، د نړيوالو امنیتي ستونزو د لرې کولو او د نړيوال امنيتي مدیريت د بشپړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
ګډونوال او کارپوهان په دې اند دي چې چين په نړيوال امنيتي مديريت کې لا مهم رول لوبولی او د بدلېدونکې نړۍ لپاره يې ثابت او رغنده ځواک برابر کړی دی.
د برېټانيا د ختيځ او لوېديځ ستراتيژۍ د شاهي څېړنيز مرکز رئيس يي سه په چيني ژبه د دې فورم په ترڅ کې له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې ويلي چې چين د نړيوالې سولې انجین دی. دغه برېټانوي کارپوه د فورم په ځای کې د نړيوال مديريت د وړانديز مفهوم په تړاو د سند په راپورته کولو سره نړیوالو ته ښودلې، دا د چين وړانديز دی چې د نړۍ د راتلونکي کليدي برخه ده، او نه یوازې د چين د ځان بلکې د ګردې نړۍ لپاره مطرح شوی دی.
د ده نظر د ګډونوالو له خوا په پراخه توګه منل شوی دی. هغوی دا نظر لري چې د چين وړاندیز د نړیوال امنيتي مديریت د ستونزو د حل لپاره لايحه برابره کړې ده.
د ګردې نړۍ د پرمختګ، امنيت، تمدن او مديريت په اړه څلور وړانديزونه په بېلو برخو کې جوړ شوي سيستماتیک بشپړ عملي چوکاټ دی او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره د ملا تير رول لوبوي. د هسپانیې د اروپا د دفاعي چارو د ځوانانو د ټولنې رئيس امين ليهه ويلي چې د چين وړانديز په نړۍ کې د ډېرو هېوادونو له خوا منل شوی او دا د نړيوال امنيتي مديريت د ميکانيزم د جوړولو لپاره د نړيوالې ټولنې د هيلې ښکارندويي کوي.
د جاپان نيکي شيمبون خبريال ساتو کن د نړيوال امنيتي وړانديز پر رول ټينګار کړی او په دې اند دی چې د چين دغه وړانديز د ګډ ډيالوګ او د ګډو نظريو د راغونډولو لپاره بنسټ اېښودلی او اړوندې خواوې د نظريو د تبادلې له لارې کړکېچ په ښه توګه کنترولولی شي.
په ۲۰۲۲م کال کې د اوکراين شخړې لا سختې شوې او د نړيوالې سولې او د جګړې د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې غږ ډېر راپورته شوی و. د دې حالت پر وړاندې چين د نړيوال امنيت وړانديز کړی چې د ۲۰۲۵م کال تر پايه يې د څه باندې ۱۳۰ هېوادونو او نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ملاتړ تر لاسه کړی او په څه باندې ۱۴۰ کورنيو او بهرنيو دوه اړخیزو او څو اړخیزو سندونو کې شامل شوی دی.
د اوکراين د بهرنيو چارو پخواني مرستیال وزير الکساندر چالي په خپله وينا کې د سيمه ييزو شخړو د حل او د سيمه ييز امنيت د ابادۍ په برخه کې د نړيوال امنيتي وړانديز د زمانې ارزښت ستايلی او داسې يې ويلي چې د چين نړيوال امنيتي وړانديز ډېر مهم دی چې موخه يې د شخړو کمښت او د هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره د زمينې برابرول دي.
د نړيوال امنيتي مديريت لپاره د چین خدمتونه نه یوازې د مفکورې په لارښوونې بلکې په عملي اقداماتو کې منعکس کېږي. په دې فورم کې د تودو مسئلو د سياسي حل لپاره د چین رول هم ډېر د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.
د تايلنډ د دفاع د څېړنيز انسټيټيوټ پخواني مشر د بېلګې په توګه د چين، کمبوديا او تايلنډ د بهرنيو چارو د وزيرانو ګډې نظريو ته اشاره کړې او چين يې ستایلی چې د شخړو د حل، د ترينګلتيا د کمښت او د ډيالوګ د پرمخ بېولو لپاره يې رغنده رول لوبولی دی.
کارپوهانو او استازو نه یوازې د عنعنوي امنيت بلکې د غير عنعنوي امنيت په برخه کې د چین رول ته ډېر پام اړولی دی او څو مېلمنو د نړيوال امنيتي مديريت لپاره د مصنوعي ځيرکتيا د لا پياوړتيا په تړاو بحثونو کې د ګردې نړۍ مديريت په اړه د چین وړانديز ياد کړی دی.
د بدلېدونکي نړيوال وضعيت پر وړاندې چين تل د ملګرو ملتونو په محور نړيوال سيستم د انسانانو د پرمختیايی چارو مهم ضمانت بولي او په دې اند دی چې د همغږۍ او همکاريو پر بنسټ د څو اړخیزم مفکوره د نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره تر ټولو ښه لايحه ده. د ملګرو ملتونو د سوله ييزو چارو د عمومي منشي مرستیال جين پيار لاکروکس په دې فورم کې داسې ويلي چې د چين د ملاتړ له کبله د سولې ساتلو په برخه کې له موجودو ننګونو سره د ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالو سازمانونو مقابله لا اغېزناکه شوې ده.































