کابل ښاروالۍ وايي، د برکي پل چې د ۱.۵ میلیارده افغانیو په لګښت یې کار پيل شوی و، چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي او لاندنۍ برخه یې د کرېړ اچولو لپاره چمتو ده. د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي، چې دامهال د شهید هنګرا څلور لارې او د منار څلي په سیمه کې د دوو نورو پلونو د جوړولو چارې هم روانې دي. نوموړی وايي، کابل ښاروالۍ دغه راز د کمپنۍ په سیمه، د هوايي ډګر په څلور لارې او د درېیمو مکروریانو څلور لارې کې د درېیو نورو پلونو د جوړولو پلان هم لري.































