د چین د سمندري ساحل ګارډ ویاند جیانګ لوی د سپتمبر په ۱۸مه نېټه ویلي، د چین دې ګارډ پوځي بېړۍ په همدې ورځ له قانون سره سم د نان شه ټاپوګانو په شاوخوا کې ګزمه وهلې، خو د فلیپین ۳۰۱۵م نمبر کښتۍ د چیني لوري له څو ځلې خبرداري سره سره د چین پوځي بېړۍ ته چټکه ور روانه وه له چیني پوځي بېړۍ سره ټکر کړی. د فلیپین دا کړنې د نړیوالو قوانینو او اړیکو له بنسټیزو اصولو څخه جدي سرغړونه کړې او د چین د ځاني او مالي خوندیتوب ګواښي.
نوموړي ویاند له فلیپین جدي وغوښتل چې ټولې لمسوونکې کړنې سمدلاسه پای ته ورسوي، که نه، نو فلیپین به د بدو پایلو ټول پړه پرغاړه واخلي. د چین سمندري پولیس به په خپلو سمندري سیمو کې ګزمې ته دوام ورکړي او د خپل هېواد ځمکني حاکمیت او د سمندري حقونو ساتنه او دفاع به وکړي.































