د ۲۰۲۶ کال د پاکوالي نړیوالې ورځې نړیوال فعالیت د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د چين د جه جیانګ ولایت په شاو شینګ ښار کې پرانیستل شوی دی. د روان فعالیت اصلي موضوع ” د پاکو پلیټونو له کمپاين څخه تر پاکو ښارونو پورې” ده او د «شاو شینګ تمرین» او «شاو شینګ نوښت» په ګډون یو لړ اسناد يې خپاره کړل.
د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو، ملي وزارتونو، اړوندو کورنیو او نړیوالو کارپوهانو، د ښارونو او تصدیو نږدې ۸۰۰ استازو په دغه فعالیت کې ګډون درلود. دوی د خوړو ضایعاتو د کمولو او د ښارونو د دوامدار پرمختګ په اړه بحث کړی دی. د فعالیت په څنډه کې به د پاکو ښارونو د جوړونې د لاسته راوړنو نندارتون او د چاپیریال او روغتیا نندارتون په شمول یو لړ فورمونه ترسره شي.
د پاکوالي نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا ټاکل شوې یوه نړیواله ورځ ده چې د بشري میشت ځایونو په چاپيريال او دوامداره پرمختګ باندې تمرکز کوي. روان کال د پاکوالي نړیوالې ورځې نړیوال فعالیت د لومړي ځل لپاره په چین کې ترسره کېږي. له دې څخه څرګندېږي چې نړیواله ټولنه د ښاري او کلیوالي سیمو د زرغون پرمختګ او مدني ابادۍ په برخو کې د چین د لاسه راوړنو ستاينه کوي.































