د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دریو خویندو، د هغه د کورنۍ د نورو غړو او د تحریک انصاف ګوند د فعالانو نیول غندلي دي. دغه سازمان ویلي، د عمران خان د کورنۍ او د تحریک انصاف د فعالانو نیول د بیان، ټولنې جوړولو او سولهییزو غونډو له حقونو سرغړونه ده او په پاکستان کې د اوسنیو محدودیتونو د سختېدو څرګندونه کوي. د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د تحریک انصاف یو شمېر غړي د دغه ګوند د سپټمبر پر ۲۷مه د پلان شویو سرتاسري لاریونونو په درشل کې نیول شوي دي. دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې نیول شوي کسان خوشې کړي او د سولهییزو غونډو حق ته درناوی وکړي.































