د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي، د پاکستان پوځ هر تېري ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی شي او که چېرې د پاکستان ملي ګټو ته چا په کږه وکتل نو کوټلی ځواب به ورکړي. هغه له هند سره وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي چې له هندوستان سره د پاکستان وروستۍ جګړې دا وښوده چې د پاکستان پوځ د پخوا په پرتله څو چنده پیاوړی شوی دی. نوموړي ویلي، دوی پر هغو ټولو ګواښونو خبر دي چې د نورو هېوادونو لخوا ورته پېښ شوي او یا هم پېښېږي خو په خبره یې دوی به هر څه ته پر خپل وخت ځواب ووایي. هغه د هند د نوم له اخیستو پرته ویلي چې وروستۍ جګړې ته په کتو دوی د دښمن د ناپاکو ادارو جرړې وایستلې. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې مخکې عمران خان ویره ښودلې وه چې د هند له ټاکنو سره ښایي یو ځل بیا د یاد هېواد لخوا ورباندې برید وشي.





































