په ایران کې تازه راوتلیو سیلابونو شپږ نور کسان هم وژلي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دا سیلابونه د ایران په خوزستان ولایت کې راوتلي او شپږ کسان یې وژلي دي. په دې سره د تېرې میاشتې د سیلابونو د قربانیانو شمېر ۷۶ کسانو ته ورسېد. ایرنا وایي د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمان فضلي پرون د یاد هېواد پارلمان ته په خبرو کې ویلي وو چې راوتلیو سیلابونو په ایران کې د دوه میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت زیانونه خلکو ته اړولي او په زرګونو کورونه یې وران کړي دي.





































