د ډېورنډ کرښې پورې غاړې کوټه کې پرتو هزاره ګانو خپل پیل کړي پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی وایي څو چې لومړی وزیر عمران خان نه وي ورغلی، تر هغو پورې به خپل پرلت ته دوام ورکړي. پرلت کوونکي وایي، پاکستان کې د دوی ټول وژنه روانه ده خو حکومت ورباندې سترګې پټې کړې دي. پرلت کوونکي د (هزاره وژنې بندې کړئ) او (مرګ پر تروریزم) شعارونه ورکوي او له پاکستاني حکومته غوښتنه کوي چې د دوی ژوند ته باید جدي پاملرنه وکړي. په ورته وخت کې په کراچۍ کې هم ګڼ هزاره ګان راوتلي دي او د حکومت ضد شعارونه وکوي. دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د تېرې جمعې په ورځ په کوټه کې یوې چاودنې ۲۰ کسان ووژل او ۴۸ نور یې ټپیان کړل. ویل کېږي چې وژل شوي او ټپیان ټول هزاره ګان وو.





































