د ملګرو ملتونو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د لیبیا پر پلازمینې طرابلس د ولکې په موخه د سیالو ډلو ترمنځ په جګړو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان وژل شوي دي. دا اداره وایي، د جګړو له پیله تر اوسه په دې جګړو کې شاوخوا ۶۱۴ کسان ټپیان شوي هم دي. د روغتیا نړیوال سازمان په لیبیا کې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې له زغم څخه کار واخلي. ویل کېږي چې کله ناکله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو پر کاروانونو هم بریدونه کېږي چې یادې ادارې دا عمل غندلی او د جګړې له دواړو لوریو یې غوښتنه کړې ده چې امبولانسونو او روغتیایي کارکوونکو ته له زیان اړولو څخه دې ډډه وکړي. یاده اداره دغه راز وایي چې په دې جګړو کې شاواخوا ۱۸زره کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.





































