د پښتونخوا په مرکز پېښور کې امنیتي چارواکي وایي چې تېره شپه یې د یاد ښار په حیات اباد سیمه کې پر یو کور چې ویل کېږي وسله وال پکې وو عملیات کړي دي. د چارواکو په خبره په دې کور کې پټ څلور وسله وال یې ټول وژلي دي. دوی وايي چې دا کور وسله والو له تېرې میاشتې راهیسې کرایه کړی وو. چارواکي زیاتوي چې پر یاد کور د عملیاتو پر مهال درې پاکستاني عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د هغوی په وینا یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.





































