په پاکستان کې د بشري حقونو یوې څارونکې ادارې د دغه هېواد پر چارواکو غږ کړی، چې د مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل وروستي راپور کې ویلي، توندلارو ډلو په دغه هېواد کې پرله پسې د شیعه وګړو جوماتونه، مذهبي غونډې، مذهبي مشران او نور انفرادي کسان په نښه کړي دي.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۸ ز کال کې پر شیعه مذهبو په دغه ډول بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۲ کسان وژل شوي دي.
دغه راپور څو ورځې وروسته له هغې خپور شوی، چې په کوېټه ښار کې ځامرګي برید چې ظاهراً پر شیعه مذهبه هزارهګانو شوی، ۲۰ تنه وژلي دي.
د یاد برید مسوولیت پاکستاني طالبانو او د اسلامي دولت ډلې یا داعش دواړو منلی دی.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د بشري وضعیت نوم ورکړل شوی، همدا راز د هغو پېښو په اړه اندېښنې راپورته کړې، چې ویل کېږي خلک په زور د مذهب اړولو او یا هم د پاکستان له هندو او مسیحي اقلیتونو څخه ښځې او نجونې مسلمانو نارینه وو ته د ودولو لپاره مجبورېږي.
دغه کمېسیون ویلي، تېر کال یوازې په سند ایالت کې له هندو او مسیحي مذهبه، په زور د ښځو او نجونو د اړولو شاوخوا زر پېښې ثبت شوې دي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه څه په اړه هم اندېښنه ښودلې، چې دوی یې په پاکستان کې د جزا له قوانینو ناسمه استفاده یادوي.
د کمېسیون په خبره، له ۱۹۹۰ ز کال راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۷۰ کسان اسلام ته د سپکاوي په تور ځورول شوي دي.
کمېسیون ویلي، د جزا قوانین تر ډېره د خلکو د هغو ناسمو شکایتونو پر اساس پلي شوي دي، چې هغوی خپلې شخصي ستونزې پکې درلودې.
د راپور له مخې، په ډېرو مواردو کې مقدساتو ته د سپکاوي ادعاوې داسې حالت رامنځته کوي، مخکې تر دې چې متهم په قانوني ډول محاکمه شي، هغه د خلکو له غبرګونونو سره مخ او حتی په قصدي ډول وژل کېږي.





































