د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د اکتوبر په ۲۷مې نېټې د کیوبا پر وړاندې د امریکا د اقتصادي، سوداګریزو او مالي بندیزونو د پای ته رسولو په اړه بحث شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي فو څونګ هم په دغه بحث کې ګډون او وينا کړې او له امریکا څخه يې غوښتي، چې سمدلاسه پر کیوبا خپل بندیزونه او فشارونه ودروي.
نوموړي ويلي، د کیوبا پر وړاندې د امریکا غیرقانوني اقتصادي بندیزونه او نور یو اړخیز بندیزونه له ۶۰ کلونو راهیسې دوام لري او په خبره یې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې ۳۴ ځلې پر دغې موضوع بحثونه شوي، خو لا هم اړوند پرېکړه لیکونه نه دي پلي شوي.
فو څونګ ويلي، چين نن یو ځل بیا له امريکا څخه غواړي، چې پر کيوبا لګيدلي بندیزونه او فشارونه ودروي او پر دغه هېواد د اقتصادي، سوداګریزو او مالي بندیزونو د پای ته رسولو پرېکړه لیک پلی کړي.































