د چین دولت رئیس شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۷مې نېټې اناسیو لولا ته د برازيل د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ويلي، ولسمشر اناسیو لولا د چين او برازيل د اړيکو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.
شي جين پينګ ويلي، په دې وروستيو کلونو کې يې له ولسمشر لولا سره په مختلفو لارو اړیکې ساتلي، د چين او برازيل د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو ګډه لارښوونه يې کړې او د يوې عادلانه او دوام لرونکې نړۍ د پرمختګ لپاره يې هڅې کړې دي.
د دوه اړخيزو اړيکو نړيوال، ستراتيژيک او اوږدمهاله رول څرګند دی، چې د نړيوال سراسري جنوب د هېوادونو د يووالي او همکارۍ د نمونې په توګه خدمت کوي.
شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او برازيل د اړيکو پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري او له ولسمشر لولا سره به په ګډو هڅو د د دواړو هېوادونو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو نوې لارښوونه وکړي، د خپلمنځي هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو لپاره به یې پراخ امکانات برابر کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لازیاتې ګټې ورسوي.































