د امریکايي ځواکونو جنوبي قوماندانۍ د اکتوبر په ۲۷مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړ، چې ځواکونو يې په همدې ورځ د ارام سمندر په ختیځه برخه کې پر یوې ”د نشه يي توکو د قاچاق وړونکې کښتۍ“ برید کړی او پنځه کسان یې وژلي دي.
خبر وايي، د امریکايي ځواکونو د جنوبي قوماندانۍ تر قوماندې لاندې، لوېدیځې نیمې کرې ګډ عملیاتي ځواک (JTF-WHEM) په ختیځ ارام سمندر کې پر یوې چټکې کښتۍ برید کړی دی.

د امریکايي ځواکونو په وینا، دغه کښتۍ د نشه يي توکو د قاچاق په یوې پېژندل شوې لارې کې فعالیت کاوه او په برید کې یې پنځه کسان، چې امریکايي پوځ ”د نشه يي توکو ترهګر“ بللي، وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵م کال د سپټمبر له پيل راهیسې امریکايي پوځ په کارابین سمندر او ختیځ ارام سمندر کې څو ځله پر هغو کښتیو بریدونه کړي، چې امریکا یې د نشه يي توکو په قاچاق تورنوي، خو امریکايي چارواکو تراوسه داسې هېڅ شواهد نه دي خپاره کړي چې وښيي په نښه شوې کښتۍ په رښتیا هم د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.































