د طبیعي ګاز صادرونکو هېوادونو د فورم اتمه سرمشریزه د اکتوبر په ۲۷مه د روسیې په پلازمېنې مسکو کې د نړیوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پيل او په همدې ورځ «د مسکو اعلامیه» په خپرولو سره پای ته ورسېده.
په اعلاميې کې يو ځل بیا پر دې ټینګار شوی چې د طبیعي ګاز صادرونکي هېوادونه پر خپلو طبیعي سرچینو بشپړ او نه بدلېدونکي حاکمیت لري.
په اعلامیې کې راغلي، طبیعي ګاز د یوې مهمې انرژۍ او ستراتیژیکو خامو موادو په توګه د برېښنا، صنعت، ترانسپورټ او د خلکو د ورځني ژوند په برخو کې د پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولی دی.
اعلامیه وايي، د طبیعي ګاز صادرونکو هېوادونو د فورم غړو هېوادونو، د باور وړ ګاز برابرونکو په توګه، د نړیوالې انرژۍ د امنیت په ساتلو کې مهمه ونډه اخیستې ده.
اعلامیه زياتوي، د فورم بېلا بېل غړي هېوادونه د جیوپولیټیکي وضعیتونو په اثر د طبیعي ګازو د نړیوال بازار پر ثبات، امنیت او دوامدار پرمختګ د منفي اغېزو په اړه ژوره اندېښنه لري او له هغو یو اړخیزو بندیزونو سره ټینګ مخالفت کوي، چې د ملګرو ملتونو له لوري نه دي تصویب شوي.































