د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون پرون شپه ناوخته په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د روتردام تاریخي کلیسا به په راتلونکو پنځو کلونو کې تر پخوا ښکلې جوړه کړي. دده په وینا دا د اروپا یو ستر تاریخي میراث دی او جوړول یې د فرانسې د حکومت دنده ده. روتردام کلیسا ۸۰۰ کلن تاریخ لري او په فرانسې کې ډېری تاریخي پېښې ورپورې تړلې دي. ددغه کلیسا د رغولو لپاره تر دې دمه د لسګونه میلیونه یورو مرستې ژمنه شوې ده.





































