د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي چې په دغه هېواد کې یې د قانوني اقامت اسناد نه دي ترلاسه کړي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپلو اتباعو د حقونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي او ټینګار یې کړی چې له افغانانو سره باید د نړۍ په هره برخه کې د انساني کرامت او منل شویو اصولو له مخې چلند وشي. د بهرنیو چارو وزارت له درېیمو هېوادونو غوښتي چې د لنډمهاله امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي. خبرپاڼه زیاتوي، افغانستان د خپلو اتباعو د خوندي، باعزته او داوطلبانه راستنېدو په برخه کې هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته چمتو دی.































