د هالنډ د زیلاند ایالت ساحل ته څېرمه د یوې ربړي کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخامخ کېدو وروسته ۳۸ کسان ژغورل شوي، چې ۳۶ یې افغانان او دوه نور د سوډان وګړي دي. د هالنډ د شاهي پوځي پولیسو د معلوماتو له مخې، دوه سوډانیان د انساني قاچاق په شک نیول شوي او ۳۶ افغانان د هویت معلومولو او د پناه غوښتنې د احتمالي نیت د څېړلو لپاره په لنډمهالي توقیف کې ساتل کېږي. چارواکي وايي، کښتۍ خپله انجن له لاسه ورکړی و او په سمندر کې بېاختیاره روانه وه. تر اوسه نه ده روښانه شوې چې کښتۍ له کوم ځایه حرکت کړی و او د کومې سیمې پر لور روانه وه.































