په کویټ کې د افغانستان د سفارت سرپرست، محمد شفیق خطیب، د روسیې له سفیر، ولادیمیر ژېلتوف، سره لیدلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او وروستیو پرمختګونو او همداراز له نشهیي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي. دواړو لورو په افغانستان کې د پرمختګونو د ملاتړ او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.































