د امریکا د میشیګان ایالت د سنا مجلس په منځمهالو ټاکنو کې دیموکرات نوماند عبدالالسید د جمهوري غوښتونکو نوماند مایک راجرز ته ماتې ورکړې او د بریا ادعا یې کړې ده. د راپور له مخې د نوموړي په بریا سره د میشیګان د سنا څوکۍ د ډیموکرات ګوند په واک کې پاتې شوې ده. عبدالالسید د خپلو پلویانو په غونډه کې ویلي، د میشیګان خلکو ته د خدمت لپاره لېواله دی او جمهوري غوښتونکي یې تورن کړي چې د ده د نوم او مذهبي باورونو په یادولو سره یې د خلکو ترمنځ د وېش رامنځته کولو هڅه کړې ده. نوموړي چې د غزې په تړانګه کې یې د اسراییلو جګړه نسلوژنه بللې او له ایران سره یې د جګړې مخالفت کړی، د بریا په صورت کې به د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور وي.































