د امریکا ولسمشر د کانګرس هغه پرېکړه لیک چې د یمن په جګړه کې یې د امریکا د رول د پای ته رسولو غوښتنه کوله ویټو کړی دی. دې پرېکړه لیک له ټرمپ څخه ددې صلاحیت اخیست چې د یمن جګړې ته ځواکونه واستوي. ټرمپ د کانګرس دا پرېکړه د ده د قانوني صلاحیتونو د محدودولو یوه خطرناکه هڅه ښودلې او هغه یې غیر ضروري بللې ده. ټرمپ ویلي د یمن جګړه کې د امریکا دخالت ځکه اړین دی چې په سیمه کې د امریکا د ۸۰ زره عسکرو خوندیتوب تضمینوي.





































