د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې د نومبر په درېيمه نېټه خبر ورکړی، چې چين په څو کلن پرمختګ سره په نړۍ کې داسې سمندري صنعتي سیسټم جوړ کړی، چې ډولونه يې تر ټولو ډېر او سيسټمونه يې تر ټولو بشپړ دي او اوسمهال ټول ۱۵ عمده سمندري صنايع لري.
تېر کال د چين د سمندري توکو توليدي اندازه ۳۸ ميليونه او ۷۴۰ زره ټنه ښودل شوې او له مسلسلو ۳۷ کلونو راهیسې يې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی. دا د دې ښکارندويي کوي، چې چينايان غوره سمندري توکو ته لاسرسی لري.
د معلوماتو له مخې، د چين د سمندري سيلانۍ د زیاتوالي ارزښت ۱،۶ ټريليون يوانو ته رسېدلی او دغه هېواد په نړۍ کې د سيلانيزو بېړيو دويم لوی بازار ګرځيدلی دی.































