د هلمند د پوهنې ریاست وایي، د زدهکړو د زمینې برابرولو او د تعلیمي خدمتونو د پراختیا په موخه یې د دغه ولایت په لسو ولسوالیو کې ۱۳ نوي لومړني ښوونځي تاسیس کړي دي. د یاد ریاست په هڅو د دغو ښوونځیو لپاره د ځمکو د تثبیت او د اړوند اداري تشکیل د منظورۍ چارې هم بشپړې شوې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ا.ا له بیا واکمنېدو راهیسې په هلمند کې ۳۰۳ ښوونځي نوي تاسیس یا ترمیم شوي او دا مهال په دغه ولایت کې ۴۵۵ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.































