د افغانستان لپاره ځانګړی وجهي صندوق (STFA) وایي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د متشبثو ښځو ملاتړ کولی شي د هغوی لپاره د کار او عاید فرصتونه رامنځته کړي او د نورو ښځو په روزنه او اقتصادي خپلواکۍ کې هم اغېزناک رول ولوبوي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه، په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي فعالیتونو پراختیا نه یوازې د هغوی د کاروبارونو د ودې لامل کېږي، بلکې نورو ښځو ته هم د مهارتونو د زدهکړې او اقتصادي خپلواکۍ فرصتونه برابروي. د راپور له مخې، په ننګرهار کې یوې ښځې خپل کاروبار د کور له پخلنځي څخه د اچارو او مربا په تولید پیل کړی و؛ خو د مالي ملاتړ او اړینو وسایلو په ترلاسه کولو سره یې د تولید کچه ۵۰ سلنه لوړه کړې ده.































