د چین د نهم نړیوال وارداتي نندارتون او د هونګچیاو نړیوال اقتصادي فورم د پرانیستې مراسم د نومبر په ۵مې نېټې په شانګهای کې ترسره شول.
د چين د وارداتو په سږني نندارتون کې د نړۍ ۱۶۲ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو او ۴۱۴۲ بهرنيو شرکتونو ګډون کړی دی. د دې نندارتون عمومي پيمانه له ۴۴۰ زرو مربع مترو څخه زیاته ده او نوی ریکارډ يې ټينګ کړی دی.
په دې نندارتون کې د هېوادونو د نندارې پيمانه نوره هم پراخه شوې، ۶۹ هېوادونه او نړیوال سازمانونه پکې ګډون لري، چې دغه شمېر د تېرې دورې په پرتله زيات دی. کاناډا او سریلانکا د دې نندارتون مېلمه هېوادونه دي؛ د مولداوي او رومانیا په ګډون پنځه هېوادونه او د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام په لومړي ځل د دې نندارتون د هېوادونو په ننداره کې ګډون کړی دی.
په دغه نندارتون کې د شرکتونو د نندارې پيمانه په لومړي ځل له ۳۷۰ زرو مربع مترو څخه اوښتې او ۴۱۴۲ بهرنيو شرکتونو پکې برخه اخيستې ده، چې دغه شمېر د تېرو نندارتونو د ورته شمېرو په پرتله ډېر دی.































