د لانکانګ – میکونګ همکارۍ د بهرنیو چارو وزیرانو یوولسمه غونډه د نومبر په ۴مې نېټې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې ترسره شوه.
د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د تایلنډ د لومړي وزیر معين او بهرنیو چارو وزیر سیهاسک پوانګېتيو په ګډه د دې غونډې مشري کړې ده.
روان کال د لانکانګ – میکونګ همکارۍ د غونډې د جوړېدو لسمه کلیزه ده.
وانګ یي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، د لانکانګ – میکونګ همکارۍ په تېرو لسو کلونو کې د شپږو هېوادونو د مشرانو د ستراتیژیکې لارښوونې په رڼا کې د سیمه يیزو همکاریو تر ټولو ژوندۍ او پټ توان لرونکې “طلایي بېلګه” ګرځېدلې، د شپږو هېوادونو خلکو ته یې ریښتینې ګټې رسولي او د هر هېواد د عصري کېدو بهیر سره یې اغېزمنه مرسته کړې ده.
نوموړي ويلي، د لانکانګ – میکونګ لویه کورنۍ باید د اوسنیو نړیوالو او سیمه يیزو ننګونو پر وړاندې، د لانکانګ – میکونګ د همکاريو ۲.۰ نسخه پلې کړي او د لانکانګ – میکونګ د همکاريو نوې «طلایي لسیزه» دې پیل کړي.
وانګ یي خپلو خبرو کې د لانکانګ – میکونګ د همکاريو لپاره پنځه وړاندیزونه کړي دي.
نوموړي ويلي، د لانکانګ – میکونګ د همکاريو غړي هېوادونه دې د یووالي او ځان بسیاینې نوی ځواک برابر کړي، د پرانیستې او ګډې ګټې نوی امتياز دې رامنځته کړي، د زرغون رنګ او نوښت نوی خوځنده ځواک دې وروزي، امنیتي همکارۍ دې پياوړې کړي او د افتونو د مدیریت نوې طريقه دې جوړه کړي.































