د چین صدراعظم لي چيانګ د نومبر په ۴مې نېټې په بېجینګ کې د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان (WIPO) له عمومي مدیر دارن تانګ سره لیدلي دي.
لي چيانګ له دارن تانګ سره په ليدنې کې ويلي، چې چين او د پوهنې ملکيت حق سازمان په دې وروستيو کلونو کې، د نړۍ د پوهنې ملکيت حق د خدماتو، معلوماتي ټېکنالوژۍ او بشري سرچينو په برخو کې ګټورې همکارۍ کړې دي.
نوموړي ويلي، دغه نړيوال سازمان د کمزورې نړيوالې اقتصادي ودې په حال کې د پوهنې ملکيت حق د نوښت د هڅولو او پرمختګ د پياوړتيا لپاره بنسټيز ضمانت برابر کړی او ورځ تر بلې ارزښت پيدا کوي.
لي چيانګ زیاته کړې، چين به د رئیس شي جين پينګ د پوهنې ملکيت حق وړانديزونه او غوښتنې پلې کړي او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان سره به یو ځای د دوه اړخيزو همکاريو د ژورتيا او ټينګښت، د پوهنې ملکيت حق په برخه کې د نړيوالو همکاريو د ودې او د نړيوال نوښت، پرمختګ او ګډې سوکالۍ لپاره لازیات خدمتونه وکړي.































