د امریکا منځمهاله ټاکنې د نومبر په ۳مې نېټې ترسره شوې، چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات ګوندونه پکې په سختې سیالۍ بوخت وو.
نظرپوښتنې ښيي، په امريکا کې رایه ورکوونکي د هېواد له اوسني وضعیته خوښ نه دي او ډېری يې د ژوند زياتو لګښتونو اړ کړي وو، چې رایه ورکړي او همدا علت یې د رايې ورکولو مهم فکتور ياد کړی دی.
د امريکا اسوشیټیډ پرېس د روانې میاشتې په ۳مې نېټې د يوې سروې پايله خپره کړې، چې له مخې يې د امريکا په ټاکنو کې شاوخوا درې پر څلورمه برخه رایه ورکوونکي د دغه هېواد د پرمختګ د اوسني حالت په اړه مايوسه دي او د بدلون غوښتنه يې کوي.
سي اېن اېن د روانې میاشتې په ۳مې نېټې د يوې نظرپوښتنې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د امريکا د منځمهالو ټاکنو کې ۷۵ سلنه رایه ورکوونکو ويلي، چې د هېواد اقتصاد يې کمزوری شوی دی او شاوخوا ۹۰ سلنو رايه ورکوونکو بیا ویلي، چې د ژوند ډېر لګښت اړ کړي چې رايه ورکړي او همدا یې د رایې ورکولو کلیدي عامل دی.































