د راپورونو له مخې د پرتګال په مادیرای جزیره کې د الماني سیلانیانو یو لېږدوونکی بس له سړک وتلی دی. په دغه پېښه کې ۲۹ الماني سیلانیان وژل شوي دي. د پرتګال حکومت پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې او وایي په دغه بس کې ۵۵ کسان سپاره وو. د چارواکو په خبره په پېښه کې ۲۷ کسه نور ټپیان شوي هم دي. د المان حکومت هم پر دغه پېښه خواشیني څرګنده کړې ده او هغه یې یوه ستره غمېزه بللې ده.





































