د جاپان د کیودو خبري اژانس د نومبر په ۸مې نېټې راپور ورکړ چې د همدې ورځې په سهاروختي د دې هېواد د شیزوکا ولایت په لوېدیځ کې د ۵.۷ درجې زلزله شوې ده او له امله یې تر اوسه له ۲۰ زیات کسان ټپیان شوي او د ځینو اورګاډو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.
د جاپان په ځايي وخت د نومبر په اتمه شاوخوا یوه بجه او څلور دقیقې د شیزوکا ولایت په لوېدیځ کې د ۵.۷ درجې زلزله وشوه. د زلزلې سرچینه تر ځمکې لاندې شاوخوا ۴۰ کیلومتره وه. د آیچي ولایت په چیتا ښار کې د زلزلې د شدت د کچې له مخې، د ۵ قوي درجې ټکانونه ثبت شول. د جاپان په پلازمېنه توکیو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شول.































