د نړیوالو رسنیو اومه سرمشریزه د نومبر له ۵مې څخه تر ۹مې پورې د چین په پلازمېنه بېجینګ کې روانه ده او پرانیستونکي مراسم یې د نومبر په ۷مه نېټه جوړ شول. په دغو مراسمو کې د مصنوعي ځیرکتیا+ میډیا د نړیوال پرمختګ د کلنی نیلي کتاب (۲۰۲۶)راپور خپور شو.
په دغه راپور کې راغلي، مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژي په چټکۍ سره د نړیوال معلوماتي ایکوسیستم او د ارتباطي ځواک جوړښت بیارغوي، رسنیو ته نوي فرصتونه او ننګونې راوړي: د تولیدي وړتیا لوړیدل د منځپانګې او محتوا عرضه بډایه کوي، خو جعلي کول هم مخ په اسانېدو دي، ځیرک وسایل د تولید موثریت لوړوي، خو د رسنیو د تنظیمي وړتیا او مسلکي معیارونو لپاره یې هم نوې غوښتنې مطرح کړې دي.
د ۱۱۲ هېوادونو او سیمو د مهمو رسنیو، فکري ډلو، حکومتي ارګانونو او د ملګرو ملتونو او د نړیوالو سازمانونو په شمول د نږدې ۳۳۰ موسئسو شاوخوا ۵۰۰ استازو په دغه سرمشریزه کې ګډون کړی و.































