د راپورونو له مخې نن سهار وختي په بلوچستان کې ناپېژانده وسله والو بس موټر درولی دی او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته یې ۱۴ کسان ځای پر ځای وژلي دي. پاکستاني حکومت ویلي مرستندویه ډلې او روغتیایي کارکوونکي سیمې ته رسېدلي او پولیسو هم خپلې څېړنې پيل کړې دي. عیني شاهدانو ویلي چې وسله والو لومړی بس موټر ودراوه او بیا یې له ځینو سپرلیو پوښتنې پيل کړې، چې تر پوښتنو ګروېږنو وروسته یې ۱۴ کسان ځای په ځای وويشتل. د پاکستان پولیس وايي تر دې دمه لا نه ده روښانه چې وسله وال څوک وو او دغه کسان یې ولې وژلي دي.





































