د شمالي کوریا دولتي رسنیو ویلي چې ددغه هېواد پوځ نوی تکتیکي او کنټرولېدونکی توغندۍ په بریالۍ توګه ازمویلی دی. دولتي رسنیو تر دې هاخوا د توغندي په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وایي چې توغندۍ له ځان سره یوه پیاوړې کوپړۍ هم لېږدولی شي. شمالي کوریا داسې مهال د نوي توغندي د ازمویلو خبره کوي چې له امریکا سره یې مذاکرات بې پایلې پای ته رسېدلي دي. د رسنیو د تحلیلیونو له مخې ښايي د شمالي کوریا دغه اقدام ددوی او امریکا ترمنځ خبرې کړکېچنې کړي. د شمالي کوریا ولسمشر د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د روان میلادي کال تر پایه ولسمشر ټرمپ ته وخت ورکړی دی.





































