د امریکا د ولسمشر لور ایوانکا ټرامپ چې دمګړی د سپينې ماڼۍ سلاکاره ده وايي، پلار یې وړاندیز ورته وکړ، چې د نړیوال بانک مشري په غاړه واخلي، خو دې رد کړ. د نوموړې په وینا د پلار په ځواب کې یې ویلي، چې له خپلې اوسنۍ دندې راضي ده او نه غواړي د یوه نړیوال بانک مشري وکړي. ټرمپ تر دې یوه اونۍ وړاندې ویلي وو، خپلې لور ایوانکا ټرمپ ته یې وړاندیز کړی و، چې د نړیوال بانک مشري وکړي، ځکه هغه له اعدادو او شمېرو سره ښه بلده ده. ایوانکا ټرمپ دمګړی افریقا ته په سفر تللې ده او د عاج په سواحلو کې یې له ګڼو ځایي خلکو سره کتلي دي. نوموړې په دې سفر کې له خلکو سره د مرستو ګڼې ژمنې هم کړې دي.