د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د یاد هېواد د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وایي، د پاکستان د غلطو سیاستونو او پالیسیو زیان پښتانه ویني او دوی ورته د خیر په غونډۍ ناست دي. هغه واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي، وزیرستان پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د ترهګرو ډلو مرکز وو او تر هغو پورې چې دوی یې پر ضد راپورته نه شول پاکستان ورباندې سترګې پټې کړې وې او په همدې سیمه کې به د ترهګرو ډلو کاروانونه او وسله وال په ازادانه توګه ګرځېدل. داوړ لیکي، لومړی خو دوی تر ډېرې مودې د طالبانو او القاعده تر جبر او ډار لاندې سخت ژوند تېر کړ، خو بیا چې په 2014م کال کې د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان ته ننووت نو د هغه ځای شاوخوا لس لکه خلک بې کوره شول او د پاکستاني پوځ له لوري د ترهګرو د ځپلو تر نامه لاندې عملیاتو کې د خلکو کورونه لوټل کېدل چې دا د پښتنو پر وړاندې د پاکستان تر ټولو بد نیت ښیي. هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي دوی د پښتون ژغورنې غوځښت د پښتنو د ساتنې او د هغوی د حقونو د اخیستلو لپاره پیل کړی چې د دوی له تحرک سره سم په سیمه کې یو څه ارامي راغلې او تر هغو به خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي څو پورې چې یې د پښتنو ټول حقه حقوق نه وي ترلاسه کړي.





































