ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلاميه کې د قطر کنفرانس د ځنډېدو په اړه ويلي چې، حکومت او سیاسي مشران د سولې لپاره ژمن دي او په یوه غږ یې د دوحې په کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل پلاوي وټاکل. اعلاميه کې راغلي وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې د قطر څخه نوی لېست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې وو. او د افغانانو ملي ارادې ته د بې احترامی په مانا وو، را واستول شو. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د قطر حکومت په دې ونه توانیده چې د ولس برحقې غوښتنې عملي کړي نو ځکه یې د دوحې کنفرانس لغوه کړ. په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوحه کې د سولې د جوړيدونکي ،کنفرانس د ځنډ په اړه په يوه اعلاميه کې ويلي ،چې د ټولو افغانانو لومړيتوب او هڅه د سولې لپاره ده او ژر به ټول د سولې خبرو لپاره په يوه ميز، سره راټول شي.