د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر استعفا کړې ده، نوموړي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې ځایناستی به یې هم په هېواد کې له مالي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي. عمر ویلي، د دندې پر مهال یې د پاکستان د اقتصاد پر پښو درولو لپاره سختې پرېکړې کړي. ده ویلي، د پاکستان اقتصاد هغه مهال له خورا ناوړه حالت سره مخامخ و، چې د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شو، خو په خبره یې د دې معنا دا نه ده چې ګواکې اوس اقتصاد ښه شوی دی. پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان د مالیې وزیر استعفا د حکومت لپاره لویه ننګونه بولي.