د پاکستان په مختلفو سیمو کې د سختو توپاني بارانونو له امله ۴٩ تنه مړه شوي او د ١٧٦ نه زیات ټپیان دي. بارانونو مالي تاوانونه هم اړولې دي. په خیبر پښتونخوا او کشمیر کې د ځمکې ښوییدو په پېښه کې زیاتره کسان مړه شوي دي او لارې هم د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي. د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې مشر عظمت حیات ویلي څو ورځې وړاندې یې ددغه هېواد اوسېدونکو ته د بارانونو او خطرناکو سیلابونو خبرداری ورکړی و. موسمي بارانونه او سیلابونه هرکال په پاکستان کې د سلګونو کسانو ژوند اخلي او ګڼو ودانیو ته هم زیانونه اړوي.