د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څيړنو مرکز په یوه تازه راپور کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت د دریځ په تړاو له عامو خلکو پوښتنې کړي، چې پوښتل شویو ۷۰ سلنه خلکو حکومت تورن کړی، چې د سولې په روانه پروسه کې صادقانه چلند نه کوي. په ورته مهال په دې غونډه کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخیلوال وایي، چې د سولې له پروسې سره د حکومت سلیقوي چلند ددې سبب شوی، چې خلک د سولې برخه کې د حکومت پر صداقت اندېښنه وښيي. په دغه تحقیقي راپور کې چې تازه خپور شوی، په فغانستان کې د امریکا حضور په اړه هم د عامو خلکو څخه نظر پوښتنه شوې، چې په دغه نظر پوښتنه کې ۷۰ سلنه خلک په افغانستان کې د جنګ او نا امنیو اصلي لامل د امریکا حضور یادوي. زاخیلوال د دغې نظر پوښتنې په تایید سره وايي، چې په افغانستان کې د امریکا حضور جنګ سخت کړی، د سولې پروسه یې پیچلې کړې او د جنګ اصلي لامل هم د بهرنیانو حضور دی.