د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ د نومبر په ۱۳مه نېټه په بېجینګ کې د ۲۰۲۶ کال د چیني ژبې د نړیوال کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
هان جنګ په خپلو خبرو کې ویلي، رئیس شي جين پينګ د چیني ژبې تعلیم ته ډېره پاملرنه کوي، څو ځلې یې هغو کسانو ته ځوابي پیغامونه استولي چې له چین څخه بهر چیني ژبه زده کوي. شي جين پينګ په خپلو پیغامونو کې دغه کسان هڅوي چې د چین او نورو هېوادونو د دوستانه اړیکو د ټینګېدو د پل په توګه خدمتونه وکړي او د خپلمنځي تفاهم، اعتماد او د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټینګښت لپاره رول ولوبوي. چین تل د پرانیستې او ټولشمولې رویې په لرلو سره د چیني ژبې نړیوالې همکارۍ هڅولې دي.
د چیني او بهرني حکومتي مامورینو، کارپوهانو او د نړیوالو سازمانونو د استازو په شمول شاوخوا ۲۰۰۰ تنو په یادو پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی دی.































