د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پینګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د جي نان پوهنتون استادانو او محصلينو ته د دغه پوهنتون د جوړېدو د ۱۲۰مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
جي نان پوهنتون په ۱۹۰۶م کال کې جوړ شوی او له ۱۲۰ کلونو راهيسې يې د تعلیمي مسؤليت په لرلو سره د زمانې له بدلون سره سم ابتکاري کارونه ترسره کړي او د نړۍ د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او هم د هانکانګ، مکاو او تايوان سيمو لپاره ګڼ شمېر مستعد کسان روزلي دي.































