سياېناېن د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې ایران په واشنګټن کې د راډیو اکټیف موادو لرونکي بم یا کیمیاوي وسلو په وسیله د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د احتمالي برید پلانونه څېړي. د سرچینو په وینا، په ترلاسه شویو معلوماتو کې د احتمالي برید ځایونه او هدفونه مشخص شوي، خو لا څرګنده نه ده چې ایران د داسې برید د ترسره کولو پرېکړه کړې ده که نه. سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو اوس مهال یې د امریکا پر وړاندې کوم باوري ګواښ نه دی پېژندلی. په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د دغو ګواښونو له امله د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ پوځي استوګنځي ته لېږدول شوی دی.































