د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د روان کال له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې په افغانستان کې ۹.۹ میلیونه کسانو لږ تر لږه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده. اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې د مرستو له ترلاسه کوونکو څخه ۵.۱ میلیونو د خوړو او کرنې په برخه کې، ۴.۵ میلیونو روغتیايي خدمتونه او ۳.۵ میلیونو نورو بېلابېلې مرستې ترلاسه کړې دي. د راپور له مخې، تر سپټمبر میاشتې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۵۳۷ میلیونه ډالره نوې مالي مرستې اعلان شوې، چې د اړتیا وړ بودیجې ۳۱ سلنه جوړوي. اوچا زیاتوي، چې د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو له ټولې اړتیا وړ بودیجې څخه لا هم ۱.۱۸ میلیارد ډالره، چې ۶۹ سلنه کېږي، نه دي برابر شوي.































