د چارو ادارې عمومي رییس شیخ نورالحق انور وايي، ا.ا توانېدلی چې افغانستان د ۳۳۰ ډوله توکو په تولید کې پر ځان بسیا کړي. نوموړي د ا.ا د رهبر د فرمانونو د اغېزو د ارزونې په اړه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس په دویمه ورځ ویلي، د هېواد د ځان بسیاینې، د مرکزي حکومت د پیاوړتیا او له فساد او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د انور په وینا، د ا.ا د واکمنۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره له چین سره د اوسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شو او په روان کال کې شاوخوا ۶۰۰ پراختیايي پروژې هم منظورې شوې دي. هغه زیاته کړې، د لویو لارو جوړولو او د اوسپنې پټلۍ غځولو ترڅنګ، کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د پانګونې د فرصتونو برابرولو په موخه درې زره صنعتي نمرې هم وېشل شوې دي.































