د افغانستان رسمي او سوداګریز پلاوي د هند د سوداګرۍ او صنایعو د خونو فډراسیون له چارواکو سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو د فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، د هند له بندرونو څخه د ګټې اخیستنې او د لېږد رالېږد د لګښتونو د کمولو پر لارو چارو بحث کړی دی. همداراز، هند ته د افغانستان د وچې مېوې، زعفرانو او کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي، افغانستان ته د درملو پر وارداتو او د خصوصي شرکتونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. دواړو لورو د بانکي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او ګمرکي همکاریو د ښه والي په اړه هم خبرې کړې دي.































